غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د يووالي په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې درخشان لوبډلې خپلې سیالې البدر لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي.
