ميدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ٨٠ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د ٨٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالې، چې یوه اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د شاهد بدلون لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شاهد بدلون لوبډلې د ٣ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې مدد ځواک لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
