ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سیلف ډفنس سبک سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ٢٥ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې وګټل.
