ننگرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۴۲
ننگرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د مشواڼو ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې شاوخوا يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د مشواڼو سټارز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د مشواڼو سټارز او مشواڼو ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه مشواڼو سټارز لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۹۸ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې مشواڼو ځوانانو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۹۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۳ منډو په توپير وبايلله.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي چارواکي او د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم راغلي دي.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۵
Background image

مولوي امیرخان متقي

مولوي امیرخان متقي

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۴۸
Background image

مولوي امیرخان متقي

مولوي امیرخان متقي

BACK TO NEWS