ننگرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د برکاشکوټ ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د ياد ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د برکاشکوټ ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د کوزکاشکوټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په د کوزکاشکوټ او گريک مرکزي لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه گريک مرکزي لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۶۹ منډو هدف کېښود، په ځواب کې کوزکاشکوټ لوبډلې ياد هدف په ۸م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۵ ویکټو په توپیر وگټله.
دا سيالۍ د لوبغاړو ترمنځ د يووالي په موخه وشوې او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ترڅنگ ۵۰٫۰۰۰ زره افغانۍ د انعام په توگه ورکړل شوې.
