ننگرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې ۳۰ ورزشکارانو گډون کری وو، چې په پايله کې يې ۱۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
