ننگرهار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۲۲
ننگرهار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو استعداد موندنې سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې پر ننگرهار ولايت سربيره له لغمان ولايت څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې يې ۵۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او همدارنگه ننگرهار ورزشکارانو د زياتو برياوو په خپلولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.

دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۲۸
Background image

د دودیزې غېږنېونې نړیوالې جشنوارې د پرانستې مراسم پیل شول!

د دودیزې غېږنېونې نړیوالې جشنوارې د پرانستې مراسم پیل شول!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۱۴
Background image

د ازبکستان استازی میرانشاه:

زما دویم ځل دی چې افغانستان ته راغلی یم، دا ځل د ازبیکستان ټیم سره راغلی یم او د خدای شکر ادأ کوم چې په داسې ښه سطحه لوبې ترسره کیږي.

افغان پهلوانان ازبکستان ته لاړل او هلته یې اتلولي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۱۳
Background image

د ترکیې استازی:

د ورزش ادارې او کورش فدراسیون له رهبري مننه کوو چې دغسې لوبې یې برابرې کړې او موږ دلته کابل ته راغلو.

زه هیله لرم چې دا سیالۍ به په بریالیتوب سره پای ته ورسیږي.

BACK TO NEWS