هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختریزې سیالۍ د اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اتفاق لوبډلې له خپل ١٥١ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٣٥ منډو په توپیر یې خپلې سیالې مسلم ازاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د کوچني اختر په مناسبت ترسره شوې، چې ١٥ ورځې یې دوام وکړ.
