هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ د ارغنداب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د ارغنداب او ناوې ځوانانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه ناوې ځوانانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۸۶ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې ارغنداب لوبډلې ياد هدف د لوبې په ۶م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۶ ویکټو په توپیر وگټله.
دا سيالۍ د کوچني اختر لمانځلو په موخه وشوې او يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
