هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ودان لوبډلې د ۲۶ منډو په توپیر خپلې سیالې ګرشک اتلان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
