په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه
دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.
تمه ده چې د دغو سياليو په پايله کې به له ۱۳ ولايتونو ۱۴ لوبډلو څخه چې ټول ټال ۷۲ اس ځغلونکي او ۷۲ اسونه کېږي، په دواړو سبکونو کې ۱۶ اسونه او ۱۶ اس ځغلونکي د هيواد په کچه د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.
د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو په دويمه ورځ د ۲۶ جوړو اسونو او ۲۶ جوړو اس ځغلونکو ترمنځ سيالۍ وشوې، چې په پايله کې د مختلفو ولايتونو ۲۶ اس ځغلونکو او اسونو برياوې خپلې کړې او بل پړاو ته يې لاره ومونده.
