پکتيکا؛ يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سیالۍ د يوسف خېلو ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايله کې يوسف خېلو ولسوالۍ لوبډلې د ۸۴ امتيازونو په خپلولو سره لومړی، يوسف خېلو ب لوبډلې د ۸۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم او زيړي گل لوبډلې د ۸۰ امتيازونو سره درېيم مقام خپل کړ.
دا سيالۍ د کوچني اختر د لمانځلو په موخه وشوې، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
