پکتيکا؛ گومل ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۲۰:۳۸
پکتيکا؛ گومل ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گومل ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د شېر گل خان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د شېر گل خان او خېرمينځو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه خېرمينځو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۷ اورونو کې يې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو هدف کېښود، په ځواب کې شېر گل خان لوبډلې ياد هدف د لوبې په ۷م اور کې ترلاسه کړ او د ۷ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

دا سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي په موخه ترسره شوې او ۱۱ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
Background image

ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۹
Background image

زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS