پکتیا کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سيالۍ وشوې
د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د کیک بوکسېنگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار اړوند المهدي کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک دوستانه سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۲۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې په ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه په یاد ولایت کې د K1 سبک ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
