کندز؛ علي آباد ولسوالۍ کې د فوټبال ليگ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۸:۲۱
کندز؛ علي آباد ولسوالۍ کې د فوټبال ليگ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علي آباد ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ، چې شاوخوا درې مياشتې مخکې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايله کې اتحاد قزل سايي لوبډلې د ۴۰ امتيازونو په خپلولو سره لومړی، پيروزي ځوانانو لوبډلې د ۳۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم مقامونه خپل کړل او د علي آباد ولسوالۍ غوره ليگ ته يې لار پېدا کړه.

د ويلو ده، چې په ورته وخت کې يادې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب ليگ سيالۍ د عقابان دره يوسف په لومړي او شفيق بنياد لوبډلې په دويم مقام پای ته ورسېدې او دواړو لوبډلو الف ليگ ته لار ومونده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۵
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۳
Background image

هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره وشوه

په هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره د فوټبال سي میډیا له خوا د هرات ولایت د فوټبال فدارسیون په همکارۍ په هېواد کې د ۲۰۲۵ کال غوره فوټبال لوبغاړي، ځوان لوبغاړي، ګول وهونکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۲
Background image

کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پیل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د کابل ولايت د ۴ منتخبو لوبډلو د ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS