کونړ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۱۲
کونړ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اسعد آباد ښار په څاګي سیمه کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د څاګي بازانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د څاګي بازانو او څاګي ټایګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه څاګي بازانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د دوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٨٢ منډو هدف وټاکه. څاګي ټایګرز لوبډلې د هدف په تعقیب کې د نهو ویکټو په زیان یوازې ٦٠ منډې وکړې او د ١٢١ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د امن افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نړيوالو لوبغاړو په گډون د غېږنيونې په روانو سياليو کې د لوبغاړو له لوري جالب حرکتونه!

د امن افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نړيوالو لوبغاړو په گډون د غېږنيونې په روانو سياليو کې د لوبغاړو له لوري جالب حرکتونه!

#افغانستــان #امن #ورزش #کابل #جشنواره #غېږنیونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۲:۴
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ د انځور په ژبه!

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ د انځور په ژبه!

#ورزش

#افغانستــان

#کابل

#امن

BACK TO NEWS