کندز کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۹:۲۰
کندز کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز کې له څلورو ولایتونو د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو څخه ٦٠ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې کندز لومړی، تخار دویم او بدخشان بیا درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د ورزش کارانو ترمنځ د همغږي او غوره ورزشکارانو د موندلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS