پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۲۰:۵۰
پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د برمل ولسوالۍ اړوند کمر کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د يوولس ستورو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د يوولس ستورو او اتحاد لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه يوولس ستورو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۸ اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۸۳ منډو هدف کېښود، په ځواب کې اتحاد لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۵۳ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۰ منډو په توپير وبايلله.

دا سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي په موخه وشوې او ۱۷ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
Background image

ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۹
Background image

زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS