بلخ ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۲۱:۳۱
بلخ ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ تر سره شوې .

د دغو سیالیو پایلوبه کې قسیم چپه لوبډلې د یو پر صفر میدان په توپیر خپلې سیالې رئیس قدیر لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

یادې سیالې د کوچني اختر په مناسبت او د والیبال لوبو ته د ځوانانو هڅولو او یووالي رامنځته کولو په موخه تر سره شوې چې درې ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

د هرات مرکز کې د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۲۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۵
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د "پسرلني جام" په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS