هرات؛ جبراییل شهرک کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې
د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جبراییل شهرک کې د پسرلني جام په نوم د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې، چې دولس ورځ یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ د تک فایټ په ډول ترسره شوې، چې په پایله کې مهدي مهدوي لومړی او سید نقیب کریمي بیا دویم مقام خپل کړ.
