بلخ؛ مرکز مزار شريف ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک جیتسو سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شريف ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جیتسو سيالۍ تر سره شوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پای کې ۴۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړي مقامونه تر لاسه کړل.
