ننگرهار؛ شېرزاد ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د ياد ولايت په شېرزاد ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حصارک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د شېرزاد او حصارک لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه شېرزاد لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۷۳ منډو هدف کېښود، په ځواب کې حصارک لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او اتلولي يې وگټله.
