د افغانستان په کوربتوب د دوديزې غېږنيونې بین المللي جشنواره پای ته ورسېده

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۲۲:۳۲
د افغانستان په کوربتوب د دوديزې غېږنيونې بین المللي جشنواره پای ته ورسېده
د افغانستان په کوربتوب د دوديزې غېږنيونې بین المللي جشنواره پای ته ورسېده

د افغانستان په کوربتوب د اوو هېوادونو( ايران، قرغيزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکيي) څخه د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د دودیزې غېږنيونې بین المللي جشنواره، چې د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم له تېرو درېيو ورځو روانه پای ته ورسېده.

دغه جشنواره، چې په درې برخو، کورش، رستمې غېږنيونه او کشتينگيري کې د کورنیو او بهرنیو ورزشکارانو په ګډون په بېلابېلو وزني کټگوريو کې پيل شوې وه، په پای کې د کورش په برخه کې ازبکستان لومړی مقام، تاجکستان دويم او افغانستان درېيم مقام، په رستمي غېږنيونه کې افغانستان لومړی مقام، ازبکستان دويم او تاجکستان درېيم مقام او په کشتينګيري کې بیا تاجکستان لومړی مقام، ازبکستان دويم او افغانستان درېيم مقام وگاټه.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق،په بریالیتوب سره د دغې بین اللمي جشنوارې د پای ته رسېدو مبارکي وويله او زياته يې کړه چې، دا د افغانستان لپاره غټه لاسته راوړنه ده، چې په یو وخت کې د شپږو هېوادونو مېلمانه او ورزشکاران راغلي وو او ښې سیالۍ یې ترسره کړې.

دغه راز نوموړي وويل، موږ هیله کوو، چې په راتلونکي کې له دې هم د سترو سیالیو کوربتوب وکړو.

همدارنګه د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون عمومي رئيس قاري محمد يوسف احمدي بیا د دې نړيوالو سياليو په کوربتوب خوښې وښوده او زیاته يې کړه، چې دا يوازې سيالۍ نه بلکې د هېوادونو ترمنځ د يووالي او ورورولۍ سمبول دی.

د‌يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ درې ورځې وړاندې د ۶۰ بهرنيو او ۱۰۰ کورنيو ورزشکارانو په ګډون پيل شوې وې، چې نن د بهرنيو هېوادونو د استازو، د هېواد ورزش ادارې رهبري، د ا.ا.ا د بېلابېلو ادارو رئیسانو، ورزشکارانو او مينوالو په شتون کې پای ته ورسېدې، چې په پای کې يې د مسوولینو له لوري مقام ګټونکو ورزشکارانو ته مډالون، تصدیق پاڼې او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS