میدان وردگ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ واليبال ليگ سيالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او زندانونو چارو آمریت په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال ليگ سیالۍ د زینت الله زندانیانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې زینت الله زندانیانو لوبډلې خپلې سيالې کامران لوبډلې ته د ۳-۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ د زندانيانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.
