له کابل تر ننګرهاره؛ د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې جاده یي سبک سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ له کابل څخه تر ننګرهار پورې په ١۵۰ کیلو متره واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې نقیب الله توتاخېل لومړی، شریف الله معصومي دویم او دلاورشاه رحماني بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.
ټاکل شوې، چې د دغو سیالیو فري سټایل سبک به سبا د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې ترسره شي.
