کابل؛ د کيک بوکسينګ داورانو ته د داوري د قوانینو زده کړې لومړى پړاو سمينار پيل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۸ - ۱۵:۳۴
کابل؛ د کيک بوکسينګ داورانو ته د داوري د قوانینو زده کړې لومړى پړاو سمينار پيل شو

په پلازمېنه کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د سوک وهنې ملي فدراسیون په تمريناتي ځاى کې د کيک بوکسينګ داورانو ته د دواوري د قوانینو پوهاوي پر اړه لومړى پړاو سمينار پيل شو.

د دغه سمينار د پيل په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني او د کيک بوکس فدراسیون مسوولينو ګډون درلود.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني د ياد سمينار د پيل په مراسمو کې د کيک بوکس فدراسیون داورانو ته په خبرو کې وويل: په سمينار کې بايد داورانو ته د معيار پر اساس هدف ته د رسېدو لارښوونه او زده کړې ورکړل شي.

ښاغلي حقاني زياته کړه د ورزش معيار تعليم او تربيه ده، چې په دې سره په اساني هدف هم ترلاسه کېداى شي.

د کيک بوکسينګ داورانو ته د داوري قوانینو دغه سمينار د بلجيم واکو ملي لوبډلې ترينر او بين المللي داور فرهاد اميري له لوري تدريس کيږي، چې د پلازمېنې کابل د ټولو کلبونو او ١٨ ولايتونو تر سلو زيات داوران پکې برخه لري.

ټاکل شوې دغه سمينار به دوه ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS