بغلان کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د بغلان ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د شنبې په ورځ د دې ولایت د فوټبال فدراسیون له خوا د ۱۸ فوټبال لوبډلو ترمنځ پیل شوې.
د دغو سیالیو له ترسره کېدو موخه د فوټبال وده او د فوټبال د کلپونو د روزونکو او لوبغاړو ترمنځ د دوستانه فضا رامنځته کول ښودل شوي دي،
د دغو سیالیو په وروستیو کې به له اتلسو لوبډلو څخه لس لوبډلې د بغلان ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې به دایمي حضور لپاره جواز ترلاسه کړي او د دغه لیګ اتله لوبډله به د شمال ختیځ زون سیالیو ته ور وپېژندل شي.