خوست: د ګربزو ولسوالۍ اړوند مشې کلي کې د کرکټ اختریزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

په دې مراسمو کې د خوست امنیه قوماندان محبوب شاه قانت، د استخباراتو پخواني رئیس ناصر طوفان، د ګربزو ولسوالۍ ولسوال قاري یوسف او همداشان د شیخ زايد پوهنتون رئیس معاویه په شمول ګڼو ورزشکارانو او د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه.
د لوبو په دې مراسمو کې د خوست امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت د امنیت د ډاډ تر څنګ ځوانان وستایل او زیاته یې کړه، چې زموږ د ځوانانو دغه لوبې نړیوالو ته د یوې کاملې سولې او د پوره یووالي پيغام ورکوي، ښاغلي قانت په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه، چې ورزش د صحت ضامن دی او ددې ډول لوبو ملاتړ کوي او له لوبغاړو سره یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
هم مهاله د ګربزو ولسوالۍ ولسوال قاري يوسف له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې خپل وطن ته په هره برخه کې کار وکړي او د اتفاق او یووالي پر رسۍ منګولې کلکې کړي.
په ورته وخت کې د ټورنامینټ له مسؤول نیازولي مشوال او له دواړو لوبډلو سره د.ا.ا.ا مسؤولینو له لوري نقدي کومک وشو او په راتلونکي کې ور سره د همکارۍ ژمنه وشوه.
په وروستيو کې د يادې سيمې ځوانانو د پښتني دود له مخې خوست امينه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت او د ګربزو ولسوال قاري يوسف ته لونګۍ هم ور په سر کړل شوې.
مراسم د کپونو ، تحفو او مډالونو په وېشلو او په هېواد کې د سرتاسري سولې د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېدل.