خوست: له یوې ماتې وروسته ګربزو ولسوالۍ بریا خپله کړه
د خوست ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه د شهید رحمت ولي مسرور شل اوریز کرکټ جام په لړ کې د ګربزو ولسوالۍ او ځنیخېلو منتخیو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې ګربزو ولسوالۍ منتخبې لوبډلې پکې د ۱۲ منډو په توپیر بریا خپله کړه.
ګربزو ولسوالۍ لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه، دوی په ۱۸.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره، د فدا لالا ۲۴ او رحیم الله ځلاند ۲۳ منډو پرمټ ۱۰۴ منډې جوړې کړې او ځنیخېلو منتخبې لوبډلې ته یې د ۱۰۵ منډو هدف وټاکه.
ځوابي لوبه کې ځنیخېلو منتخبې لوبډلې د سیالۍ پوره شل اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۱۲ منډو په توپیر بایلوده.
د لوبې غوره لوبغاړی نسیم ګربز ونومول شو.