د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمېتې لاسته راوړنې!

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۴ - ۱۱:۲۴
د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمېتې لاسته راوړنې!

محمد نعيم پرهیز او عارف پیمان

په ټول هېواد کې د افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپبیک ملې کمېته چې د هېواد د ورزشي چارو رهبري او مدیریت په غاړه لري، له ورزشي بنسټونو (فدراسیونونو) سره په بشپړه همغږۍ او د ورزشکارانو په اړوند د خپلو مسؤلیتونو په درک کولو او په ټول هېواد کې له یوې منظمې او کار وړ برنامې سره د عامه پوهونې کمپاین او د کلپونو، جمنازیمونو او ورزشي میدانونو په کچه یې په ولایتونو کې د سپورتي فعالیتونو نوې لړۍ پيل کړه.

ـ د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست او او د المپیک د ملي کمېټې له رهبرۍ يوه اونۍوروسته د کابل له بیلابېلو برخو څخه د ورزش د مختلفو څانګو او فدراسیونونو او د هغوی د لوبغاړو ترمنځ ناسته وشوه.

په دې غونډه کې تر دوه زرو پورې ورزشکارانو ګډون کړی ؤ چې د ورزشي نندارو په وړاندې کولو سره یې له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

د غونډې په ترڅ کې د اسلامي امارت مسؤلینو ټولو ورزش کارانو ته ډاډ ورکړ چې پرته له کومې ویرې دې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، اسلامي امارت په هېواد کې د ورزشي چارو د ملاتړ لپاره ځانګړې برنامې لري.

 

لومړی له هیواده بهر:

1- د لړم مياشتې په ۲۹نېټه قطر کې د هیواد د المپیک مسولینو د المپیک نړۍوالې کمېټې او فيفا له ځينې مسؤلینو سره ناسته درلوده، په دې ناسته کې د المپيک ملي کمیټې مسؤلینو د المپيک د نړیوالې کمیټې له مسوولينو، د آسیا المپیک شورا او د قطر هېواد د المپيک کمیټې له مسؤلینو سره وکتل، د اسلامي امارت پالیسي یې ورته واضح او د افغانستان د ورزش کارانو د ملاتړ غوښتنه يې ترې وکړه چې په لړ کې يې د المپيک نړیوالې کمیټې، آسیایي المپیک شورا له افغان لوبغاړو څخه خپل ملاتړ اعلان او د هر راز مرستې او همکارۍ ژمنه یې وکړه.

2- د لړم میاشتې په ۲۹ نېټه د المپیک نړیوالې کمېټې د افغانستان لوبغاړو ته د سکالرشيپونو ژمنه ورکړه.

3- د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د نومبر په ۱۵نېټه په ترکیه کې د اندونیزیا لوبډلې ته په دوستانه لوبه کې ماتې ورکړه.

4-افغان لوبغاړو د نومبر په شپږمه نېټه د پاکستان تکواندو “جي ون” سیالیو کې اووه نړۍوال مډالونه وګټل.

5-د افغانستان د سنوکر او بالیارد لوبغاړو په قطر کې په سیالیو کې ګډون درلود.

6-افغان لامبو وهونکي لوبغاړي عباس کریمي په امریکا کې د پاراسويمينګ سیالیو کې د ۵۰ متره پروانه سټایل په وهلو سره د سپین زرو مډال وګاټه. لېندۍ ۲۷

7-د افغانستان فوټبال دوه لوبغاړي سید مهدي هاشمي او محمدرضا کريمي د ايران فوټسال غوره لیګ کې واخیستل شول. لېندۍ۲۱

8-افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري د لندن په لامبو وهلو سیالیو کې د ۱۰۰ لوبغاړو په منځ کې درېيم مقام خپل کړ. لېندۍ ۲۱

9-د لېندۍ په ۲۰مه نېټه افغان فري فایټر برازیلي سیال ته په دوهم رونډ کې ماتې ورکړه.

10-د هیواد معلول لوبغاړي محمد حیسن مرادي د لېندۍ په ۱۴مه نېټه په ستاکوهلم ښار کې د سويډن د تکواندو سیالۍ کې د ۵۰۰ لوبغاړو په منځ کې د سرو زرو مډال وګاټه.

11-د لېندۍ په ۱۶مه نېټه افغان لوبغاړي یوسف جهانګير سنګاپوري سیال ته په موی تای نړیوالو سیالیو کې ماتې ورکړه.

12-د نومبر په ۲۱مه افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري لندن کې د ځغاستې سیالۍ د ۵۰۰ لوبغاړو په منځ کې لومړی مقام وګاټه.

13-د اکټوبر په ۱۶مه ایران کې محسین رضايي او علي اکبري د تکواندو نړیوالو سیاليو کې د برونزو مډالونه وګټل.

14-د موی تای ملي لوبډلې ټایلنډ هېواد کې ددې څانګې په سیالیو کې ګډون وکړ چې ښه وځلېدل او مډالونه یې د خپل هېواد په نوم کړل.

د یادونې وړ ده چې ددې ټو لو سیالیو د څار په موخه د بدني روزنې او سپورت او د المپیک ملي کمیټې رهبري، په ځانګړې ډول د دې ادارو سرپرست نظرمحمد مطمئين خورا فعالیت درلود او شېبه پر شېبه يې فعالیتونه څارل، ددې ترڅنګ چې لوبغاړي یې په ډالیو، ستاینلیکونو او مډالونو ورکولو سره وستایل؛ هغوی ته یې د اسلامي امارت له لوري بشپړ ډاډ ورکړ او ورزشکارانو یې په مکرر ډول وغوښتل چې د اسلامي اصولو د بشپړ مراعات او د افغاني فرهنګ او موازینو په پام کې نیولو سره خپل ورزشي فعالیتونه ترسره کړي.

 

‌دويم: هیواد کې دننه او د ولایتونو په کچه:

په ګران هېواد کې د اسلامي امارت تر وکمنېدو وروسته د ټولو ولایتونو له ورزشي ادارو څخه په رسمي توګه وغوښتل چې ورزشي فعالیتونه پیل او ټول ورزشي میدانونه او جمنازیمونه فعال او د ورزشکارانو د کارونې وړ وګرځوي. د عمومي ریاست په غوښتنه د ولایتونو ورزشي ادارو د اړوند ولایتونو له والیانو سره په همغږۍ ورزشي پیل او په ورځني ډول په ولایتونو کې د ورزشي فعالیتونو راپورونه تر مرکزي ادارې رسوي چې وروسته بیا د بدني روزنې او ورزش او د المپيک د ملي کميټې د عمومي ریاست د رسنیزو ادرسونو، ویب پاڼې، ټوېټر، فسبوک پاڼې او یوټیوب چینل په وسیله نشر، د کورنيو او بهرنیو سمعي او بصري رسنیو لخوا رسنیز کیږي چې لله الحمد تر دې دمه یې په پراخه کچه رسنیز پوښښ ورکړی دی.

د بیلګې په توګه: د غزني ولایت په کوربتوب د تکواندو ملي سیالۍ او همدارنګه د نیمروز په ولایت کې د موی تای نړیوالې سیالۍ چې په ملي او نړیواله کچه يې پراخ خبري پوښښ خپل کړ.

همدارنګه د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او المپیک ملي کمیټې سرپرست رئیس نظرمحمد مطمئن د لوبغاړو او ورزشکارانو د وضیعت د څیړلو لپاره هرات، غزني، زابل، همند، ننګرهار، زابل او کندهارو ولایتونو ته کاري سفرونه کړي، له ورزشکارانو سره یې له نږدې لیدلي او د هغوی ستونزو ته یې رسیدګې کړې ده.

دلته مو په نزولي ډول هغه فعالیتونه درسره شریک کړي، چې زموږ رسنیزو ادرسونو خپاره کړي دي:

1- د مرغومی په دوهمه او درېیمه نېټه نيمروز کې د افغانستان، ایران او پاکستان هیوادونو د لوبغاړو ترمنځ د موی تای نړیوالې سیالۍ وشوې چې افغان لوبغاړو په کې د ۲۴ سرو زرو او ۲ د سپین زور مډالونو په ګټلو لومړی مقام وګاټه.

2-په شپاړسم د نومبر هرات ولایت ته د رهبرۍ کاري سفر.

3-کابل کې د لړم میاشتې په ۱۴ نېټه د فوټبال “امن جام” سیالۍ پیل شوې.

4-کابل کې د لړم میاشتې په ۱۳ نېټه د کابل د باسکېټبال د غوره لوبډلې لپاره منتخبې سیالۍ وشوې او المدينه لوبډلې دا لوبه وګټله.

5-د لړم میاشتې په ۲۳ نېټه کابل کې د کانفو فدراسیون لوبڅارانو ته د نويو قوانینو د زده کړې په موخه سمینار ورکړ.

6-د لړم میاشتې په ۹ نېټه کابل کې د هنډبال غوره لیګ سیالۍ وشوې.

7-کابل کې د “ کابل کپ” واليبال سیالۍ.

8-خوست کې د څلوېښت لوبډلو ترمنځ د والییبال دوه میاشتنی ټورنمنټ.

9- د نومبر په شپاړسمه ارزګان او هلمند کې د واليبال ټورنمنټ.

10-په اوولسم د نومبر کابل کې د سوک وهنې سیالۍ.

11-په نولسم د نومبر غزني کې د واليبال لوبې.

12-د نومبر په ۲۰نېټه هرات کې د ازادو مبارزو سیالۍ.

13-د نومبر په ۲۰ نېټه فراه کې دوستانه لوبه.

14-د نومبر په ۲۰ نېټه سمنګان کې د ورزلوبې سیالي.

15-کندز والي د طلايي کمربند لوبغاړي شپږکسیز بریالی ټيم وستایه دسمبر ۲۱

16-تخار کې د وزلوبې ملي لوبډلې سیالیو ته د چمتوالې په موخه د وزلوبې دوهم پړاو سیالۍ وشوې چې ۲۰ چاپ اندازانو ګډون کړی ؤ. ډسمبر ۲۱

17-هرات کې د موی تای فدراسیون سره د بدني روزنې او ورزش مسولینو لیدنه او د ستونزو اورېدل. ډسمبر ۲‍۱

18-ننګرهار کې د فدراسیونونو د همغږۍ غونډه. ډسمبر ۲۱

19-کاپیسا نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو د واليبال سیالۍ وشو او تله لوبډله يې غوث درې څوانان ؤ ډسمبر ۲۱

20-فاریای کې د همدلۍ په نوم ټورنمنټ چې د لړم په لسمه نېټه د شپاړسو لوبډلو ترمنځ پیل شوی ؤ، د عقاب فاریاب لوبډلې د دې ټورنمنټ پآی لوبه وګټله. لېندۍ ۳۰

21-ننګرهار کې د دې ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د کابل پهلوانۍ سیالیو دوه هغه لوبغاړي وستایل شول چې لومړی او درېيم مقام يې ګټلی و، لېندۍ ۲۹

22-کابل کې د سرو زرو کمربند سیالۍ چې کابل کې پیل شوې وې، نیمروز دا سیالۍ وګټلې. لېندۍ ۲۹

23-د د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د فدراسیونونو د آمریت او المپیک ملي کمېټې د اجرايوي پلاوي تر کنټرول او ارزونې وروسته د المپيک نړیوالې کمېټې او ملګرو ملتونو له لوري د بشري مرستو د مستحق ورزشکارانو نوملړ له غونډې وروسته د المپیک نړیوالې کمېټې ته ولېږل شو. لېندۍ ۲۹

24-سرپل کې د امام یحی او یاش لر لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه وشوه چې امام یحی وکټله. لېندۍ ۲۸

25-د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې جنوب غرب زون او پاکستان هيواد د پهلوانانو ترمنځ د محلي غېږنيونې سیالۍ وشوې چې له پاکستان هيواد څخه ۶۰ او د جنوب غرب زون ۲۶۰ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې افغان لوبغاړو ټولې لوبې وګټلې او یوې يې مساوي پای ته ورسېده. لېندۍ ۲۷

26-بلخ ولایت کې د sfn ازادې سیالۍ د سويلي او سويل ختيځو ولایتونو ترمنځ بلخ کې جوړې شوې وې بلخ يې اتلولي وګټله. لېندۍ ۲۷

27-بادغیس کې د سولې او زما وطن په نوم د اته لوبدلو ترمنځ والیبال سیالۍ پیل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي. لېندۍ ۲۷

28-کندز کې د مرکز او ولسوالیو ترمنځ د وزلوبې دوه ورځنۍ سیالۍ وشوې. لېندۍ ۲۷

29-بدخشان کې د تنکیو ځوانانو د فوټسال ټورنمنټ چې يوه اونۍ يې دوام وکړ نوجوانان کوکچه لوبدلې يې اتلولي وګټله. لېندۍ ۲۷

30-جوزجان کې د سولې او همپالنې په نوم د فوټسال غوره لیګ چې د اته لوبډلو ترمنځ جوړ شوی ؤ یوه میاشت يې دوام وکړ او د نظري کلپ په بریا سره پای ته ورسېد. لېندۍ ۲۷

31-په فریاب ولایت کې د سپورټ د ودې په موخه د وزلوبې سیالیو دوام چې د ۱۴۰۰ کال تر پایه به هره جمعه کېږي. لېندۍ ۲۷

32-فاریاب ولایت کې د ۲۰ ورزشکارانو او مجاهدینو ترمنځ د کورش سیالۍ پیل شوې. لېندۍ ۲۷

33-پکتیکا ولایت کې لومړی ځل د موی تای له رشتی پنځه ورزشکاران فارغ شول او سندونه ورکړل شول. لېندۍ ۲۷

34-بلخ ولایت کې د دې ولایت د مسولینو په ګډون د وزلوبې سیالۍ وشوې. لېندۍ ۲۷

35-کابل کې د پهلوانۍ او جوش او ولولو ډکې سیالۍ چې دوه ورځې يې دوام وکړ او زرګونه مینوالو په کې ګډون کړی و پای ته ورسېدې، چې د کابل له ۲۶ کلبونو څخه ۲۶۰ ورزشکارانو ګډون کړی و. لېندۍ ۲۴

36-پکتیا ولایت کې د پنځو کلبونو ترمنځ د پکتیا اتلانو په نوم د amm سیالۍ وشوې چې ۳۰ لوبغاړو په کې ګډون کړی ؤ.

37-ننګرهار کې د والیبال سیالۍ چې پنځه ورځې يې دوام وکړ د ختیځو ولایتونو ۲۴لوبډلو په کې ګډون کړی و د خراسان پوهنتون يې پای لوبه وګټَله. لېندۍ۲۵

38-د کابل قوټبال فدراسیون د بي ګروپ د لوبو په لړ کې رفاه داوودزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او دا لوبې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پیل شوي چې لا هم دوام لري. لېندۍ ۲۵

39-فراه کې د حذفي جام سیالۍ پیل شوې چې د دې ولایت د فوټبال ۶۱ غوره لوبډلو په کې ګډون کړی.لېندۍ ۲۳

40-کابل کې د فوټسال الف ليګ سیالیو پر دوام متحد چهاردهي داودزی لوبډلې ته د ۷اووه پر ۴څلو ر ماتې ورکړي. لېندۍ ۲۳

41-کابل کې د فوټسال الف لیګ سیالۍ پیل شوې چې د بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس هم پکې ګډون کړی و. په دې لیګ ۲۲ لوبډلو په دوو ګروپونو وېشل شوي دي. لېندۍ ۲۲

42-لوګر ولایت کې چې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ دوه میاشتې وړاندې د فوټبال الف لیګ پیل شوی و د طوفان برکي لوبدلې په بریا پای ته ورسېد. لېندۍ ۲۲

43-لوګر کې د فوټسال الف لیګ چې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوی و او شاوخوا یوه میاشت يې دوام وکړ د محمداغې لوبډلې په بریا پای ته ورسېد. لېندۍ ۲۲

44-ارزګان کې د امن جام په نوم د نهه لوبډلو ترمنځ د فوټبال ټورنمنټ پیل شو چې ۲۲ ورځې په دوام وکړي. لېندۍ ۲۲

45-غزني کې د مسلم جام په نوم سیالۍ چې یوه میاشت يې دوام وکړ د قلعه نو لوبډلې په بریا پای ته ورسېد. لېندۍ ۲۲

46-ننګرهار کې د ختيځو ولایتونو د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پیل شوې. لېندۍ ۲۲

47-کندز کې د ۱۱لوبډلو په ګډون د فوټبال غوره لیګ سیالۍ چې یوه میاشت يې دوام وکړ، د سید جان پوهنتون په بریا پای ته ورسېد. لېندۍ ۲۱

48-د المپیک ملي کمېټې له لوري ورزشکارانو ته د مرسته شويو پيسو په تړاو غونډ رابلل. ډسمبر ۱۲

49-غزني کې د څوارلسو ولایتونو د ۱۶۰ لوبغاړو د ۲۰ لوبډلو، د تکواندو سیالیو لومړی پړاو وشو. لېندۍ ۲۱

50-لوګر مرکز پل علم کې د ۶۰ لوبغاړو ترمنځ د آزادۍ کپ په نوم د غېږنيونې سیالۍ پای ته ورسېدې چې د لېندۍ مياشتې په ۲۰ نېټه پیل شوې وې. لېندۍ ۲۱

51-فاریاب کې د وزلوبې سیالۍ وشوې. لېندۍ ۲۰

52-هلمند کې د الف لوبډلو فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې. لېندۍ ۲۰

53-زابل کې د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ د فول رزم سیالۍ وشوې. ډسمبر ۱۰

54-بلخ کې د وزلوبې سیالۍ. د لېندۍ ۲۰

55-د المپیک نړیوالې کمېټې له ۵۶۰ لوبغاړو سره مرسته اعلان کړه. لېندۍ ۲۰

56-نیمروز کې د لس لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ وشوې. لېندۍ ۲۰

57-د لېندۍ په ۲۰مه نېټه بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د شمال زون د کونګ فو سیالۍ شوې.

58-د لېندۍ په ۲۰مه نېټه، پکتیا کې د ۵۰ فایټرانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې.

59-د لېندۍ په ۱۹مه نېټه غور کې د امن جام الف لیګ سیالۍ وشوې.

60-د لېندۍ په اتلسمه نېټه کابل کې د فوټسال د الف لیګ پچه اچونه وشوه چې کومې لوبډلې به د کومو پر وړاندې څه وخت لوبېږي.

61-د لېندۍ په ۱۸مه نېټه کابل کې ۳۱ لوبڅارانو ته د موی تای فدراسیون له لوري سیمنار ورکړل شو.

62-د لېندۍ په اتلسمه نېټه ننګرهار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونک فو سیالۍ وشوې.

63-د لېندۍ په ۱۷مه نېټه یوسف جهانګیر د سویلي افریقا د سیال پر وړاندې بریالی اعلان شو، هغه لوبې ته حاضر نه شو.

64-د لېندۍ په ۱۷مه نېټه د تېروو دوو لسیزو ورزشکارانو ته د االمپيک ملي کمېټې کې ستاینغونډه جوړه جوړه شوې وه.

65-د لېندۍ په ۱۶مه نېټه بدخشان کې د مرکز او ولسوالیو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پای ته ورسېدې چې ۳۵ ورځې يې دوام وکړ.

66-د لېندۍ په ۱۶ خوست ولایت ورزشي آمریت ته نوی سرپرست معرفي شو.

67-د لېندۍ په ۱۶ بلخ کې واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

68-د لېندۍ په ۱۴مه نېټه د بلخ دولت اباد ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

69-د لېندۍ په ۱۴مه نېټه هرات کې د میرویس صادق جمنازیوم د دې ولایت د فوټسال کمېټې په همکارۍ ورغول شو.

70-د لېندۍ ۱۴مه نېټه دوه افغان لوبغاړي د موی تای نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه ولاړل او علي افغان لوبڅار علي ظفر عاطفي هم پکې ګډون وکړ.

71-د لېندۍ په ۱۳مه نېټه د کندهار سپین بولدک کې د درې کلپونو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

72-د لېندۍ په ۱۳ هرات کې د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سیالۍ وشوې.

73-د لېندۍ په ۱۳مه نېټه نیمروز کې د اسلامي امارت کپ په نوم د نهه لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې چې درې څلور ورځې يې دوام وکړ.

74-د لېندۍ په ۱۳مه نېټه تخار کې د ۳۰ چاپ اندازونو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.

75-د لېندۍ په ۱۳مه نېټه هلمند کې د تکواندو کلپ د ۲۰ ماشومانو ترمنځ دوستانه سیالۍ وشوې.

76-د لېندۍ په ۱۳مه نېټه کندهار کې د کمبت کورش سیالیو ۲۵ لوبغاړي له ورزشي نندارې وروسته وستایل شول.

77-د لېندۍ په ۱۲مه نېټه د غور والیبال فدراسیون سرپرست او اداري پلاوی وټاکل شو.

78-د لېندۍ په ۱۲مه نېټه فاریاب کې د ۲۰ لوبغاړو ترمنځ د فټنس او ښکلا نندارې ترسره شوې.

79-د لېندۍ په ۱۲مه نېټه لوګر کې د ۲۶ لوبغاړو ترمنځ د تکواندو سیالۍ پای ته ورسېدې.

80-د لېندۍ په ۱۲مه نېټه کندز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې چې د لړم په ۲۲ نېټه پای شوې وې.

81-د لېندۍ په ۱۲مه نېټه د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې چې د لېندۍ په اوومه پیل شوې وې.

82-د لېندۍ په نهمه نېټه کاپيسا کې د واليبال سیالۍ روانې وې چې د تلې په ۲۲ نېټه پیل شوې وې.

83-د لېندۍ په نهمه قل قرداش د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د سرپرست په توګه معرفي شو.

84-د لېندۍ په نهمه هرات ولایت بدني روزنې او ورزش ریاست لپاره نوی سرپرست معرفي شو.

85-د لېندۍ په نهمه هرات کې د ۱۶لوبډلو ترمنځ د فوټسال د همدلۍ جام پای ته ورسېد.

86-د لېندۍ په نهمه فاریاب کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوېږ

87-د لېندۍ په نهمه هلمند کې د فوټبال ب ګروپ ټورنمنټ پیل شو.

88-د لېندۍ په نمه د یما شهید لوبډلې د کابل فوټبال لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه.

89-د لېندۍ په نهمه هلمند موسی کلا ولسوالۍ کې د تکواندو ۳۰ ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او اسنادو ورکړل شول.

90-د لېندۍ په اتمه بلخ کې د فاریاب، جوزجان، فاریاب او بلخ ولایتونو ترمنځ د ۴۰ ورزشکاراتو ترمنځ د موی تای سیالۍ وشوې.

91-د لېندۍ په اتمه کابل کې د اتهه لوبډلو ترمنځ د باسکېټبال سیالۍ وشوې.

92-د لېندۍ په اوومه هرات کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ پای ته ورسېدې.

93-د لېندۍ په اوومه بدخشان کې د وزلوبې سیالۍ وشوې.

94-د لېندۍ په شپږمه کابل کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د باسکېټبال اووم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

95-د لېندۍ په شپږمه غزني کې د پکتیا، ننګرهار، کندوز، پروان، خوست، کابل او غزني د ۷۶ ورزشکارانو ترمنځ د AFCرزمي سیالۍ وشوې.

96-د لېندۍ په شپږمه کابل کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د میز پر سر د ټينیس (پینګ پانګ) دولسم پړاو سیالۍ وشوې.

97-

98-

99-د لېندۍ په پنځمه د میدان وردګو کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې چې درې میاشتې

100-

101-

102- وړاندې پیل شوی و.

103- د لېندۍ په پنځمه کندز کې د مرکز په ګډون د اووه ولسواليو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.

104-

105- د لېندۍ په پنځمه هرات کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشن کان کراټې سیالۍ پای ته

106-ورسېدې.

107-د لېندۍ په پنځمه ننګرهار کې د اې بي سي سازمان د سوک وهنې سیالۍ د، کابل، ننګرهار، کنړ،

108-بغلان، پروان، لغمان، وردګ او لوګر د ۲۸ لوبغاړو منځ وشوې.

109-د لېندۍ په پنځمه ننګرهار ښېوې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ ترسره شوې.

110-د لېندۍ په پنځمه بلخ کې د مرکز او ولسوالیو په ګډون د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش

111-انتخابي سیاليو پنځم پړاو پای ته ورسېد.

112-د لېندۍ په پنځمه غزني کې د تکواندو ۱۵روزونکو ته ورکشاپ ورکړل شو.

113-د لېندۍ په پنځمه پروان کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاور ليفټينګ سیاليو دولسم پړاو پای ته

114ورسېد.

115- د لېندۍ په پنځمه بادغیس کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې.

116-د لېندۍ په پنځمه لوګر کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې.

117-د لېندۍ په پنځمه نیمروز کې رزمي سیالۍ پیل شوې.

118-د لېندۍ په پنځمه غور کې د ۳۰ورزشکارانو ترمنځ د پاورليفټينګ سیالۍ پیل شوې.

119-د لېندۍ په درېيمه د غزني ورزشي آمر د دې ولایت د جاغوري او مالستان ولسوالیو ورزشي

120-فعالیتونو د اروزنې په موخه سفر وکړ.

121-د لېندۍ په درېيمه فاریاب کې د نهه لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پای ته ورسېد.

122-د لېندۍ په دوهمه د المپیک ملي کمېټې او ورزش سرپرست رییس انجینر نظرمحمد مطمئن په

123-لندن کې مېشت نابینا افغان چې وړمه ورځ يې په منډو کې اتلولي ګټلې وه، وستایه.

124-د لېندۍ په لومړۍ نېټه د المپیک ملي کمېټې او ورزش سرپرست انجنیر نظرمحمد مطمئن د

125-قطر د ورزش له مسوولینو او د نړۍ د ورزشي سازمانونو سره د کتنې په څنډه کې؛ په دوحه

126-کې د سپیر

127-سپورت اکاډمۍ څخه لیدنه وکړه.

128-لړم په ۳۰مه کاپیسا کې د والیبال سیالۍ پیل شوې.

129-لړم په ۳۰مه لوګر کې د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

130-لړم په ۳۰مه کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې.

131-لړم په ۳۰مه هرات کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې.

132-لړم په ۳۰مه پکتیا کې د پنځلس ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

133-لړم په ۳۰مه کابل کې د ۲۰ورزشکارانو ترمنځ د موټرسایکل ځغلولو سیالیو څلورم پړاو پای ته

134-ورسېد.

135-لړم په ۲۹مه کندز کې د ۳۲چاپ اندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

136-لړم په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) له مسوولینو سره

137-د افغانستان د المپیک ملي کمیټې او ورزش رهبري پلاوي غونډه

138-لړم په ۲۸مه سمنګان کې د ۶۰چاپ اندازونو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.

139-لړم په ۲۸مه هرات کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د آزادو مبارزو سیالۍ ترسره شوې.

140-لړم په ۲۸مه په قطر کې د هېواد د المپيک مسوولينو د المپيک نړيوالې کمېټې له مسوولينو سره

141-ولیدل.

142-د لړم عقرب ۲۴مه کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې.

143-د لړم عقرب ۲۴مهکابل کې د کونګفو کوچنګ سمینار د بېلا بېلو ولايتونو څخه ٤٥ روزونکو ته

144-ورکړل شو.

145-د لړم عقرب ۲۳مه خوست کې د یعقوبیو ولسوالۍ کې د ۴۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ

146-پای ته ورسېد.

147-د لړم عقرب ۲۲مه هرات کې د تکواندو د ITTAF سیالۍ پیل پای ته ورسېدې.

148-د لړم عقرب ۲۱مه پکتیا کې د سي جي ايس سازمان آزادې سیالۍ ترسره شوې.

149-د لړم عقرب ۲۱مه غزني کې د ۷۲ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.

150-د لړم عقرب ۲۱مه کابل کې د فوټبال امن جام سیالیو پای لوبه وشوه.

151-د لړم عقرب ۲۰مه کابل کې د ۵۵ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

152-د لړم عقرب ۲۰مه د هیواد د تکواندو مډال ګټونکو ورزشکارانو ته ستاینغونډه جوړه شوه.

153-د لړم عقرب ۲۰مه هلمند کې شپاړس کلنو فوټبال سیالۍ د اته لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې پای

154-ته ورسېدې.

155د لړم عقرب ۱۹مه هرات کې د ۱۰۰ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ پای ته ورسېدې.

156-دلړم په ۱۷مه پکتیا کې د یاد ولایت د منتخبې لوبډلې لپاره د پاور ليفټينګ سیالۍ وشوې.

157-دلړم په ۱۷مه د افغانستان د جوجيتسو سکرترجنرال د نړیوال فدراسیون په نړیواله جنرال

158-اسامبله کی ګډون وکړ.

159-دلړم په ۱۶مه نورالرحمن د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش سرپرست وټاکل شو.

160-دلړم په ۱۶مه هرات کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیالۍ وشوې.

161-دلړم په ۱۶مه فاریاب کې د بدن ښکلا سیالۍ ترسره شوې.

162-دلړم په ۱۶مه فاریاب کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

163-دلړم په ۱۵مه کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې.

164-دلړم په ۱۵مه هلمند کې د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

165-د لړم په ۱۲مه کابل فوټبال فدراسیون کې د ډي کوچنګ جواز ترلاسه کولو لپاره ۲۶ روزونکو ته

166-سمینار ورکړل شو.

167-د لړم په ۱۲مه د هیواد تکواندو ملي لوبډله پاکستان هیواد ته سیاليو کې د ګډون په موخه

168-لاړه.

169-د لړم په ۱۱مه بدخشان کې د مني لومړۍ دورې وزلوبې سیالۍ وشوې.

170-د لړم په لسمه نېټه کابل کې د بدني روزنې د اومې دورې د فراغت مراسم ترسره شول چې تر ۲۰۰ زیات محصلین ترې فارغ شول.

171-د لړم په لسمه نېټه کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې.

172-د لړم په اتمه نېټه ابن خلدون لوبډلې د کابل قهرمانۍ دواليبال سیالیو جام وګاټه.

 

173-د لړم په اتمه نېټه خوست کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورليفټينګ سیالۍ ترسره شوې.

 

174-د لړم په اتمه نېټه خوست کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د اوو سپورټ ازادې سیالۍ پای ته

 

175ورسېدې.

 

176-د لړم په اتمه نېټه غزني کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د فري فایټ سیالۍ وشوې.

 

177-د لړم په اتمه نېټه مه د بدني روزنې او ورزش رئيس له باز محمد مبارز سره وليدل

 

178-د لړم په اتمه نېټه مه هلمند موسی کلا ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ

 

179-ترسره شوې.

180-د لړم په څلورمه نېټه بدخشان کې د پنځلس لوبډلو ترمنځ د مني جام سیالۍ پای ته ورسېدې.

181-د لړم په څلورمه نېټه کابل کې د کابل کپ په نوم د واليبال سیالۍ پیل شوې.

182-د لړم په دوهمه نېټه ننګرهار کې د۳۰ د تکواندو روزونکو ته سیمنار ورکړل شو.

183-د تلې په ۳۰مه کندز کې د ۴۴ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

184-د تلې په ۳۰مه ننګرهار کې د پهلوانۍ درې ورځنۍ سیالۍ وشوې.

185-د تلې په ۳۰مه مه ننګرهار د بدني روزنې او ورزش رئيس معرفي شو.

186-د تلې په ۲۶مه کابل کې د ۱۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د کانفو سیالۍ وشوې.

187-د تلې په ۲۶مه د بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس د بايسکیل ځغلونې ورزشکاران وستایل.

188-د تلې په ۲۴مه هرات کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ پای ته ورسېدې.

189-د تلې په ۲۴مه خوست کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د آي ټي ايف تکواندو سیالۍ وشوې.

190-د تلې په ۲۴مه پکتیکا کې د اسلامي امارت د ازادۍ په نوم د ۱۵لوبډولو ترمنځ د والیبال سیالۍ

191-وشوې.

192-د تلې په ۲۳مه بلخ کې اتهه لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

193-د تلې په ۲۳مه هرات کې د پینګ پنګ ( د مېز پر مخ د ټينيس) سیالۍ وشوې.

194-د تلې په ۲۳مه جوزجان کې د جوزجان، سرپل، بلخ، او فاریاب د ۵۰ ورزشکارانو ترمڼځ د کورش

195-سیالۍ وشوې.

196-د تلې په ۲۳مه هرات کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د آی ټي ټي اې آيف د تکواندو سیالۍ

197-وشوې.

198-د تلې په ۲۳مه تخار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو د ډبلیو ټي ايف سیالۍ وشوې.

199-د تلې په ۲۲مه سمنګان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ کانفور سیالۍ وشوې.

200-د تلې په ۲۰مه سمنګان کې د لس لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

201-د تلې په ۲۰مه هلمند کې د اسلامي امارت د فتحې په ویاړ د اتهه لوبډلو ترمنځ د واليبال

202-سیالۍ وشوې.

203-د تلې په ۲۰مه نظرمحمد مطمئين د کانفو فدراسيون له رهبرۍ سره وليدل.

204-د تلې په ۲۰مه ننګرهار کې د فري فايټ هغه لوبغاړي په نغدي جایزې وستایل شول کوم چې

205-ننګرهار ته يې بریا راوړې ده.

206-د تلې په ۲۰مه خوست کې د پنځوس لوبډلو ترمنځ د فوټبال ټورنمنټ پای ته ورسېد.

207-د تلې په ۱۹مه میدان وردګ ولایت کې د واليبال درې ورځنۍ سیالۍ وشوې.

208-د تلې په ۱۸مه کابل کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د حرفه يي بوکسینګ سیالۍ وشوې.

209-د تلې په ۱۸مه نظرمحمد مطمئين د بدني روزنې او ورزش له دفترونو څخه ليدنه وکړه.

210-د تلې په ۱۸مه د بدني روزنې او ورزش ریاست مالي او اداري رئيس معرفي شو.

211-د تلې په ۱۷مه بدخشان کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ وشوې.

212-د تلې په ۱۷مه خوست کې د اېم اېم اې سیالۍ وشوې.

213-د تلې په ۱۶مه کابل کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ وشوې.

214-د اکټوبر په اتمه جوزجان کې د اووه لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدېږ

215-د تلې په ۱۶مه د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

216-د تلې په ۱۶مه سمنګان کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې.

217-د تلې په ۱۵مه کابل کد وشوو فدراسیون د لوبغاوو له لوري د اسلامي امارت په ملاتړ د ۱۵۰

218-لوبغاړ ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

219-د تلې په ۱۳مه غزني کې د پنځه لوبډلو ترمنځ د واليبال او دغه راز د بېلابېلو ولایتونو څخه د ۷۴

220-لوبغاړو ترمنځ د فري فایټ سیالۍ وشوې.

221-د تلې په ۱۲مه جوزجان کې د فرجام لیګ د فوټبال سیالۍ وشوې.

222-د تلې په ۱۲مه بلخ کې د اتهه لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ وشوې.

223-د تلې په ۱۱مه ننګرهار کې د ۲۲لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ وشوې.

224-د تلې په ۱۱مه له کابل څخه غزني، لوګر، پکتیا او پکتیکا ته د بایسکيل ځغلونې د ورزشکارانو

225-سفر.

226-د تلې په لسمه نېټه هرات کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د فارت فایټ سیالۍ وشوې.

227-د تلې په لسمه نېټه بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ وشوې.

228-د تلې په لسمه نېټه کندز کې د، کندز، جوزجان، مزار، بغلان، تخار او بدخشان دورزشکارانو

229-ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

230-د تلې په لسمه نېټه کندز کې د بغلان، تخار او بدخشان د لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ شوې.

231-د تلې په اوومه نېټه د ټينیس آسیایي سیالۍ وشوې.

232-د تلې په څلورمه نېټه لوګر کې د شپږ لوبډلو ترمنځ واليبال سیالۍ وشوې.

233-د تلې په څلورمه نېټه غزني کې د هرات، د غزني، پکتیا، لوګر او خوست د ۷۴ ورزشکارانو ترمنځ د فري فايټ سیالۍ وشوې.

234-د تلې په څلورمه نېټه خوست کې د فوټبال سیالۍ وشوې.

235-د تلې په څلورمه نېټه کندز کې د اته لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ وشوې.

236-د تلې په درېيمه خوست کې څلورو لوبډلو ترمنځ د کبډي لوبه وشوه.

237-د تلې په درېيمه کنړ کې د فري فايټ سیالۍ وشوې.

238-د تلې په درېيمه فاریاب کې د اسلامي امارت په ملاتړ د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

239-د تلې په دوهمه نېټه کندز کې د اتهه کلپونو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

240-د تلې په دوهمه نېټه کندز کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د فري فايټ سیالۍ وشوې.

241-د تلې په دوهمه نېټه کندز کې د ۱۲ جوړه فري فایټرانو ترمنځ د اېم اېم اې سیالۍ وشوې.

242-د تلې په دوهمه نېټه خوست کې د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ د اې اېف سي ازادۍ سیالۍ وشوې.

ومن الله توفیق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۷
Background image

کاپیسا؛ رقابت های فوتبال با اشتراک ۱۲ تیم در ولسوالی اله‌سای آغاز شد

رقابت های فوتبال با اشتراک ۱۲ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون ملی فوتبال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت کاپیسا، در ولسوالی اله‌سای آغاز شد.

در نخستین دیدار این رقابت ها تیم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۳۵
Background image

آغاز رقابت‌های انتخابی والیبال در لغمان

رقابت‌های انتخابی والیبال میان ۷۶ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون والیبال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت لغمان، جمنازیوم ورزشی آمریت این ولایت آغاز شد.

در بازی نخست این رقابت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۳۳
Background image

پایان رقابت‌های فوتبال میان هشت تیم در پکتیکا

رقابت‌های فوتبال میان هشت تیم که از سوی نمایندگی فدراسیون فوتبال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت پکتیکا، در قریه کشیوال از مربوطات مرکز این ولایت برگزار شده بود، با قهرمانی. . .

BACK TO NEWS