د بامیان او میدان وردگ والیبال لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ د بامیان لوبډلې وګتله
دا سیالۍ چې د بامیان او میدان وردګ لوبډلو ترمنځ د دواړو ولایتونو سپورټي ادارو په همغږۍ د بامیانو ولایت په کوربتوب ترسر شوه کوربه لوبډلې وګټله.
یاده سیالۍ د روح الله نیکپا په لوبغالي کې ترسره شوې چې د « ۲ – ۱ » پایلې سره د بامیانۍ لوبډلي په بري تمام شوه.
د والیبال دا سیالۍ یود بل د کلتورمنلو په موخه ترسره شوه چې لیدو ته یې د ورزشي مسوولینو ترڅنګ ګڼ شمېر نندارچیان هم ورغلي وو.
