د بلخ ورزشي مسؤلین: لومړی ځل دی چې عمومي رئیس ته مخامخ خپلې اندېښنې 

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۱ - ۱۲:۲۸
د بلخ ورزشي مسؤلین: لومړی ځل دی چې عمومي رئیس ته مخامخ خپلې اندېښنې 

د بدني روزنې او ورزش ریاست او المپیک ملي کمېټې له لوري د دې ادارې د رئيس په مشرۍ یو پلاوی د سلواغې مياشتې پر ۱۳ مه نېټه بلخ ولایت ته لاړ او هلته يې له نږدې د دې ولایت د ورزشي بهیر لیدنه او ارزونه وکړه.

یاد پلاوي په خپل سفر کې د دې ولایت د بدني روزنې ریاست له مسولینو او د فدراسیونو له رئيسانو سره ولیدل، د هغوی ستونزې يې واورېدې او د دې ولایت ورزشي بهیر يې له نږدې وڅاره؛ دغه راز له میدانونو او همدارنګه لوبو څخه يې هم له نږدې لیدنه وکړه او هلته يې په ځينو ښوونيزو او نظامي مرکزونو کې د لوبډلو د پرانيستې تر څنګ ځينې ورزشکاران هم تقدیر کړل.

بلخ ولا ته تللي پلاوي د دې ولایت د ځايي فدارسیونو له مسولینو سره ولیدل، د المپیک نړیوالې کمېټې له لوري ورزشکارانو سره د شوې مرستې، عصریې او ورزشي ځایونو په اړه يې د هغوی غوښتنې او ستونزې واورېدې او د المپیک ملي کمېټې رئيس ورته د لازمو لارښوونو او سپارښتنو ترڅنګ د بشپړې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

د دې ولایت د ځايي فدراسیونونو مسولانو د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمېټې له رئيس سره پر لیدنه او ناسته خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه دا لومړی ځل دی چې له عمومي رئيس سره خپلې ستونزې او غوښتنې شریکوي.

همدارنګه بلخ ته تللي پلاوي په دې ولایت کې فوتبال د روانو لوبو پر لیدنې سربیره د وزلوبې له هغه میدانه هم لیدنه وکړه چې د شوي تړون له مخې يې اقدامات نه و شوي او له قراردادي سره يې ستونزې پاتې وې.

د بدني روزنې رئيس ښاغلي نظر محمد مطمئين ځايي مسولانو ته د دې ستونزو د هواري ډاډ ورکړ او زیاتې يې کړه چې د هواري په موخه به ورته د پلان او پاليسۍ او تفتیش امر ور ولېږي

.

ياد پلاوي د دې سفر پر مهال د زرګونه مینوالو په منځ کې د وزلوبې سیالۍ هم له نږدې ننداره کړې او په پای کې يې غوره چاپ اندازانو ته د لا هڅونې په موخه ځينې ډالۍ هم ورکړې.

دوی همدارنګه په دې ولایت کې په نظامي، ښوونيزو او همدارنګه روغتيايي برخو کې هم د ورزش له بهیر لیدنه وکړه او له هغوی سره يې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

د بدني روزنې او ورزش رئيس سره مل پلاوي د دې ولایت په الفتح ۲۰۹ قول اردو او فیض عام مدرسه کې د واليبال د لوبډلو پرانيسته هم وکړه او زیاته يې کړه چې دوی په ښوونيزو او نظامي برخو کې د ورزش د پراختیا له پاره ممکنه هڅې کوي.

همدارنګه يې وروسته له دوو کلنو د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست د ورزشي فعالیتونو د بیا فعالیدو ژمنه وکړه او هغوی يې د ورزش د پراختیا له پاره وهڅول.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱۵ - ۱۶:۲۰
Background image

محسن رضایی

محسن رضایی یکی از چهره‌های درخشان و بااستعداد تیم ملی تکواندوی افغانستان است که با تلاش‌های خستگی‌ناپذیر و اراده‌ی قوی خود، افتخارات بزرگی را برای کشور به ارمغان آورده است.

آقای رضایی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۲۱
Background image

زندگی‌نامه علی‌رضا احمدی؛ ستاره نوجوان فوتسال افغانستان

علی‌‌رضا احمدی در ماه دلو سال ۱۳۸۸ در شهر قم ایران به دنیا آمد. او از سه‌سالگی عاشق فوتسال شد و بیشتر وقت‌های کودکی‌اش را با توپ سپری می‌کرد. فوتسال برایش تنها یک بازی نبود، بلکه علاقه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

دست‌آورد و فعالیت‌های یک ساله آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بغلان

بر اساس هدایات رهبری اداره ورزش کشور مبنی بر رشد و گسترش ورزش از مرکز به ولایت‌ها و از ولایت‌ها به ولسوالی‌ها؛ ازاول ماه حمل تا آخر ماه دلو سال ۱۴۰۴ براساس پلان سالانه، ۲۰۸ برنامه بزرگ. . .

BACK TO NEWS