د خوست په اسمعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د DPL په نوم د فوټبال لیګ پرانېسته وشوه.

د خوست ولایت اسمعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په داخیو سیمه کې د (داخي پرایمر لیګ) په نوم د فوټبال سیالیو پرانېسته وشوه.
په همدې موخه جوړوشو مراسمو کې د فوټبال فدراسیون ریاست د رهبرۍ غړو ، د سیمې فعالو ځوانانو او ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
په یاد لیګ کې د سیمې اته لوبډلې برخه لري چې یوه نیمه میاشت دوام مومي.
دا دویم ځل دی، چې یاد لیګ ترسره کیږي.