د سمنګان په دره صوف ولسوالۍ کې د کورش سیالۍ ترسره شوې

دا سیالۍ چې د سمنګانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ د کورش فدراسیون له خوا د کورش ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې وې د دره صوف ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکو او مینوالو په کې ګډون کړی وو.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارنو ترمنځ همغږي، یووالی، یو بل منل او د هغوی هڅول وو.
د پای په مراسمو کې غوره لوبغاړو ته مډالونو ستاینلیکونه او نورې جایزې ورکړل شوې.