د فوتبال دوستانه سیالی دفراه ولایت په کوربه توب د ابومسلم د لوبډلی په گټه پای ته ورسیدله

د فوتبال دوستانه سیالی دفراه ولایت په کوربه توب د ابومسلم د لوبډلی په گټه پای ته ورسیدله
دغه لوبه د فراه ولایت د ابومسلم او دهلمند ولایت د عصمت لغمانی د لوبډلو تر منځ تر سره شوه چی یاده لوبه (2) د (1) په وړاندی د ابومسلم د لوبډلی په گټه پای ته ورسیدله
په دغی لوبی کی د ابومسلم د لوبډلی لپاره عبدالعلی او احسام الدین فراهی گول وهنی وکړی
ددی لوبی لیدو ته د فراه ولایت د مرکز او ولسوالیو په سل هاوو مینوال راغلی وه او د لاسونو په پڔکولو یی ددی جالبی لوبی ݗخه ننداره کوله
دا لمړی ځل وو چی د زمانشاه پهلوان لوبغالی ته په دی لویه پیمانه خلک راغلی وه
د یاونی وړ ده چی دغه دوستانه سیالی د ابومسلم د لوبډلی د ریس الحاج عبدالحمیدشریفی له خوا فراه ولس ته د تفریح کولو په موخه په لاره اچول شوی وه