هرات؛ د غوريان ولسوالۍ د فوټبال جام سيالۍ د برناباد منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ د فوټبال جام سيالۍ چې دوه مياشتې وړاندې پيل شوې د برناباد منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پایلوبې ته د برناباد منتخبې او کوهستان لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې د برناباد منتخبې لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده او د يادو سياليو اتلوي يې خپله کړه.
د دغو سيالو پايلوبه د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي ګلاب الدين خپلواک، دولتي چارواکو، نظامي او ملکي مسولينو او د فوټبال ګڼو مينوالو په ګډون سره پيل شوه.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش رئيس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه زياته يې کړه: غوريان ولسوالي د هرات ولايت له مهمو ولسواليو څخه ده چې د پوهنې او روزنې، لوړو زدهکړو او سپورټ په برخه کې بې مثاله ده، ده همداراز له امنيتي ځواکونه مننه وکړه چې د يادو سيالو امنيت ته يې د پام وړ پاملرنه کړې.
بايد يادونه وشي چې يادې سيالۍ د ۱۶لسو لوبډلو په ګډون سره دوه مياشتې وړاندې پيل شوې چې نن پای ته ورسېدې.