هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې د فوټبال ۷ اوو الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې.
د دغه سياليو په مراسمو کې د امنيتي چارواکو سربېره قومي مشرانو، ځوانانو او د ورزش لسګونو مينوالو ګډون کړی و.
د ياد ليګ لومړۍ لوبه د صفار لېسې او هزارجفت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې د صفار لېسې لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱_۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د الف لیګ دوهم پړاو سیالۍ به په تګ راتګ (رفت وبرګشت) شکل ترسره شي.