په فاریاب او بغلان ولایتونو کې د جودو نړیواله ورځ ونمانځل شوه
په فاریاب او بغلان ولایتونو کې د جودو نړیواله ورځ چې د اکتوبر له ۲۸ مې سره برابره ده، د یو لړ مراسمو او نندارو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
په بغلان ولایت کې د ورزش آمریت، ورزشکارانو او فدراسیونونو له لوري په دې اړوند شانداره مراسم جوړ شوي وو چې په ترڅ کې یې ګډوانوالو د جودو د تاریخ او مخینې په اړه هر اړخیزې ویناوې وکړې، ترڅنګ یې ورزشي نندارې او د جودو د ولایتي لوبډلې سیالۍ هم ترسره شوې.
په فاریاب کې هم د ورزش ادارې او د بیلابېلو ورزشي رشتو د مسؤولینو له لوري په همدې مناسب د جودو فدراسیون د ورزشکارانو لپاره ویاړ غونډه جوړه او هغوی ته یې ستاینلیکونه ورکړل.
