پکتيکا؛ په زيړوک ولسوالۍ کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۳:۵۵
پکتيکا؛ په زيړوک ولسوالۍ کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه کلي کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د عصمت الله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د عصمت الله او جاويد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، عصمت الله لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۲ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۹۵ منډو هدف کېښود، جاويد لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۲۷ منډو په توپير يې ماته ومنله.

دغه سيالۍ، چې شاوخوا دوې اوونۍ يې دوام وکړ، په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه، او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۱۸
Background image

سومین دور مسابقات نیوفول‌کانتکت میان ۱۴۰ ورزشکار از سه ولایت کشور به میزبانی غزنی برگزار گردید

سومین دور رقابت‌های نیوفول‌کانتکت از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غزنی میان ۱۴۰ ورزشکار از ولایت‌های کابل، زابل و غزنی برای مدت یک روز در مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۹:۵۸
Background image

پکتیکا، په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون او د سروبي ولسوالۍ د ځوانانو له لوري په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ چې لس ورځې يې. . .

BACK TO NEWS