کابل کې د پهلوانۍ ګريګورمن سبک ملي لوبډلې ته غوره شوي پهلوانان وستايل شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۶:۵۵
کابل کې د پهلوانۍ ګريګورمن سبک ملي لوبډلې ته غوره شوي پهلوانان وستايل شول

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د پهلوانۍ ملي فدراسيون له لوري په کابل کې د پهلوانۍ ګريګورمن سبک ملي لوبډلې ته لار موندونکي پهلوانان، چې سيالۍ يې څه موده وړاندې ترسره شوې وې، د المپيک ملي کميټې د غونډو په تالار کې د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

دغه سيالۍ د لويانو ورزشکارانو د عمري کټګورۍ په لسو بېلابېلو وزنونو کې د هېواد د ۶ ولايتونو څخه د ۵۰۰ پهلوانانو ترمنځ ترسره شوې وې، چې په پايله کې يې ۴۰ ورزشکارانو د هېواد د پهلوانۍ د ګريګورمن سبک ملي لوبډلې ته لار موندلې وه او نن ( چهارشنبه، د مرغومې پر ۱۷مه) نېټه يې د تشويق او تقدير مراسم ترسره شول.

د دې مراسمو پر مهال د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اداري او مالي رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي، ټولو برياليو او مقام ګټونکو لوبغاړو ته د مبارکۍ ترڅنګ په اسلام کې د ورزش د ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل.

دغه راز د دې رياست د دعوت او ارشاد رئيس مفتي داد محمد بريال عطايي بیا د پهلواني ګريګورمن سبک ملي لوبډلې، ټاکل شويو لوبغاړو ته د مبارکۍ تر څنګ هيله اوښوده، چې په نړيوالو سياليو کې ښه ولوبیږي او افغانستان ته وياړونه راوړي.

همدارنګه د پهلوانۍ لوبې روزنکي محمد سالم احسان وويل، پهلواني يوه سنتي او اوږد تاريخ لرونکي لوبه ده، چې په دې وروستيو کې يې ښه وده کړې ده.

د ويلو ده، چې په دې مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې د بېلابېلو رياستونو رئيسانو، د پهلواني ملي فدراسيون رهبرۍ، پهلوانانو او ګڼ شمير هېوادوالو ګډون کړی و، چې په پايله کې يې مقام ګټونکو لوبغاړو ته ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۹
Background image

رقابت های سنوکر میان ۱۶ ورزشکار در بلخ برگزار شد

نمایندگی فدراسیون سنوکر و بلیارد در هماهنگی با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت بلخ رقابت‌های های سنوکر را میان ۱۶ ورزشکار برگزار نمودند.

در اخیر این مسابقات رامین الهام مقام اول و حاجی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۱۷
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

 

دعوت نامه مطبوعاتی!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۱
Background image

غور؛ آغاز کورس مربیگری درجه‌ دی با حضور ۳۰ تن در شهر فیروزکوه

کورس مربیگری درجه‌ دی یا حضور ۳۰ تن از سوی فدراسیون فوتبال در هماهنگی با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور، در مرکز شهر فیروزکوه آغاز شد.

این کورس توسط استاد محمد طاهر روفی در بخش های. . .

BACK TO NEWS