د افغانستان فوټسال ملي لوبډله به د برازيل په څلور اړخيزو سياليو کې ګډون وکړي

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د برازيل څلور اړخيزو فوټسال سياليو کې ګډون کوي.
په دغو سياليو کې پر افغانستان سربېره، ايران، ګرين لينډ او د کوربه برازيل فوټسال ملي لوبډلې ګډون کوي.
ټاکل شوې، چې دغه سيالۍ به د روان کال د حوت په ديارلسمه پيل او د همدې مياشتې تر نولسمې نېټې دوام وکړي.