هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۲:۲
هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شفق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د شفق او عابد یارانو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه شفق لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د ټولو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه. عابد یارانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ٨٣ منډې وکړې او د ٧٣ منډو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ٣۵ یې دوام وکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۶
Background image

مسابقات منتخب موی تای در بلخ برگزار شد

نمایندگی فدراسیون موی تای در هماهنگی با ریاست تربیت بدنی و ورزش بلخ رقابت‌های منتخب این رشته را میان ۲۴۵ ورزشکار از ۱۵ ولایت در جمنازیوم ورزشی احمدی برگزار شد.

ورزشکاران شرکت کننده در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۳۸
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

BACK TO NEWS