لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت قرغیو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د انعام الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د انعام الله او مقام لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه انعام الله لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١۵۵ منډو هدف وټاکه. مقلم لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ٨٠ منډې وکړې او د ۷۴ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې یې دوام وکړ.