زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د یاد ولایت د رزمي ورزشونو ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې په پایله کې یې شپږ تنه د یاد ولایت ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
دغو سیالیو یوه ورځ دوام وکړ، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.