ننګرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د سوکيوکوشين کراتې ورزشي نندارې ترسره شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند سوکيوکوشين کراتې فدراسيون د استازولۍ له لوري په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو له لوري د سوکيوکوشين کراتې ورزشي نندارې ترسره شوې.
دغه ورزشي نندارې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، موخه يې ورزش د ځوانانو هڅول ياد شوي او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.