بلخ؛ په شورتپه ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شورتپه ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۵ جوړو لوبې مساوي او ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د کورش سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.