کابل کې ۲۴ تنو روزونکو ته د اسيا فوټبال کنفدراسيون د «B» درجې روزنيز کورس دويم پړاو پای ته ورسېد

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۳۰
کابل کې ۲۴ تنو روزونکو ته د اسيا فوټبال کنفدراسيون د «B» درجې روزنيز کورس دويم پړاو پای ته ورسېد

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون له لوري په کابل کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه ۲۴ تنو روزونکو ته د اسيا فوټبال کنفدراسيون «B» درجې روزنيز کورس دويم پړاو، چې ۱۱ ورځې يې دوام وکړ پای ته ورسېد.

دغه روزنيز کورس د اسيا فوټبال کنفدراسيون «AFC» رسمي مدرس محمد يوسف کارګر تر روزنې لاندې په نظري او عملي توګه ترسره شو، چې په کې ګډون کونکو روزونکو ته د فوټبال فني او تخنيکي مهارتونو سربېره د روزنې بېلابېل اصول او مهارتونه تدريس شول.

د ياد کورس د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثيق ،د دې رياست او فوټبال فدراسيون فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون رئيس محمد يوسف کارګر، د ۲۳ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي الیاس احمد منوچهر او د فوټبال روزونکو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ روزونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل، دا چې تاسو دې او دې ته ورته نورو کورسونو ته وخت ورکړ دا ستاسو د هغه وطني احساس ښکارندوي کوي، چې د هېواد د استعدادونو او ورزش د ودې لپاره يې لرئ.

دغه راز نوموړي، روزونکو ته د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

همدارنګه د فوټبال ملي فدراسیون رئيس محمد يوسف کارګر په خپلو خبرو کې د ورزش او فوټبال د ودې لپاره دغه ډول ښوونيز او روزنيز کورسونه مهم او ګټور ياد کړل.

د دې کورس په پای کې د فوټبال ملي فدراسيون له لوري په دې کورس کې برخه اخيستونکو روزونکو ته تصديق پاڼې وويشل شوې.

د ويلو ده، چې د ياد کورس لومړی لس ورځنی پړاو نږدې دوه مياشتې وړاندې ترسره شوی و.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۹:۰
Background image

غور؛ رقابت‌های مسابقات لیگ فوتبال ولسوالی پسابند به پایان رسید

رقابت های لیگ برتر فوتبال ولسوالی پسابند از سوی نمایندگی فدراسیون ملی این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور، در ولسوالی پسابند به پایان رسید.

در دیدار نهایی این. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۸:۵۷
Background image

کاپیسا؛ رقابت های دست کشتی با اشتراک ۳۰ تن در ولسوالی حصه اول کوهستان برگزار شد

رقابت های دست کشتی با اشتراک ۳۰ تن از سوی مدیریت بازی های ملی و محلی در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت کاپیسا، در ولسوالی حصه اول کوهستان برگزار شد.

در این رقابت ها بختیار،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۷:۴۰
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

!دعوت‌نامه مطبوعاتی

BACK TO NEWS