ننګرهار؛ ګوشتې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ګردي غوث لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ګردي غوث لوبډلې د ٣ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې غزګي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.