پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پکتیا زرمت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه په قانوني وخت کې پرته له ګول وهلو صفر- صفر مساوي شوه، خو په پنالټیو کې د پکتیا زرمت لوبډلې د ۴ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې پکتیکا بالیش لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د پکتیا فوټبال لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.
