هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مارجې ولسوالۍ اړوند مرکزي لوبغالي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د پوپل ستورو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د پوپل ستورو او ځلاند ستوري لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه ځلاند ستوري لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۹۱ منډو هدف کېښود، په ځواب کې پوپل ستورو لوبډلې ياد هدف په ۶م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۳ ویکټو په توپير وگټله.
دا سيالۍ په مارجې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ لوبې ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.
